کابل بانک په افغانستان کې يو ستر سوداګريز بانک دى چې د ٢٠٠٤ کال د جون د مياشتې په ٢٧ نيټه يې په کار پيل کړى دى. کابل بانک د بانکي خدمتونو، د پېرودونکو شمېر، کارکونکو، نمايندګيو او نور اسانتياوو په لحاظ په افغانستان کې د يوه ښه بانک لقب خپل کړى دى .
ښاغلى شير خان فرنود د کابل بانک مديره هيئت او خليل الله فروزي د دې بانک د عامل هيئت رئيس دى . کال بانک د بانکدارۍ تکړه متخصصينو لخوا اداره کيږي او د مرکزي بانک (دافغانستان بانک) بانکي هداياتو سره سم نوي او ګټور بانکي خدمتونه خپلو پېرودونکو ته وړاندې کوي.
کابل بانک په دی موده کې خپلې ۶۸ نمايندګۍ په۳۴ ولایاتوکی پرانستي ، چې ۲۸ څانګې په مرکز کې او ۴۰ نمايندګۍ په ولاياتو کې دي .
په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې کابل بانک خپلې ۱۱ نمايندګۍ د هېواد په ولاياتو کې پرانيزي، چې پدې توګه کابل بانک تل د پراختيا په حال کې دى او په پام کې لري چې ډير زر به د هېواد ټول ولايات خپل پوښښ لاندې راولي. او د بانکدارۍ فرهنګ يا دود د هېواد ټولو ګليو او بانډو ته ورسوي تر څو د هېواد د اقتصاد دودې په برخه کې تل مخکښ وي.
درانه پېرودونکي کولاى شي په کابل بانک کې ځان لپاره جاري حساب، سپما، معيادي او د بخت حسابونه پرانيزى.
بانکي حسابونه کيداى شي په افغانيو، امريکايي ډالرو او يورو سره پرانيستل شي. کابل بانک په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د هېواد د بانکدارۍ په ډګر کې يو نوى نوم د بخت حساب په نامه ورمعرفي کړ، چې د هېوادوالو لخوا يې تود هر کلى وشو، چې پدې سره کابل بانک د مخکښ بانک په حيث په افغانستان کې وپيژندل شو.
د کابل بانک بخت حساب اسلامي اعتقاداتو او زمونږ د خلکو فرهنګ ته په نظر کې نيولو سره ګرانو هېوادوالو ته وروپېژندل شو. تر څو زمونږ هغه شمېر هېوادوال چې د خپل اعتقاداتو په اساس نه غواړي چې د بانکي ګټو څخه برخمن شي، خپلې پيسې په خپلو کورونو کې ونه ساتي بلکه د بخت حساب له لارې له يوې خوا د هېواد د اقتصاد په وده کې او له بلې خوا د کابل بانک له جايزو څخه چې پرته د بانکي سود څخه دي ګټه واخلي.
مونږ بانکي پور هم خپلو پېرودونکو لپاره وړاندې کوو. لکه معيادي پورونه او داسې نور... همدارنګه خپلو پېرودونکو ته د مالي مرستې په موخه ، کابل بانک بانکي تضمينات او بانکي باور ليکونه هم صادره وي.
کابل بانک د سويفت نړيوالې شبکې له لارې د نړۍ د ټولو بانکونو سره اړيکې لري. نو کابل بانک د نړۍ ټولو بانکونو ته په چټکه توګه د پيسو ليږدولو توانايي لري. کابل بانک د چين، تاجکستان، سعودی عربستان، هندوستان، ايتاليا، بلجيم او ایراني بانکونو سره په ارتباط کې دى.
کابل بانک په هېواد کې د ويسترن يونين یو عمده استازی دی چي له دی سره په هېواد کې ٨٥ فيصده د ويسترن يونين انتقالات د کابل بانک لخوا تر سره کيږي.
کابل بانک د بانکي اسانتياوو په درلودلو سره پېرودونکو ته په يوه وخت کې د کابل بانک په ټولو نمايندګيو کې د بانکي راکړى ورکړې پیاوړتیا ورکوي. (کوم کسان چې د کابل بانک په يوه نمايندګۍ کې خپل بانکي حساب ولري هغه کولاى شي چې د کابل بانک په بله نمايندګۍ کې هم خپله بانکي راکړه ورکړه تر سره کړي. )
مونږ د افغانستان بانک د لارښوني په پلي کولو سره د پېرودونکو لپاره د موبايل او انترنت له لارې هم بانکي خدمتونه وړاندې کوو.
د لازياتو اسانتياوو برابرولو په موخه، د کابل بانک رهبرۍ هيئت پريکړه وکړه تر څو د صرافۍ اتومات ډير شمېر ماشينونه د هېواد په مرکز او ولاياتو کې په بېلا بېلو سيمو کې ولګوي. همدارنګه کابل بانک د ماستر کارت، د نړيوال د بت کارتونو او کريدت کا رد صادرول پيل کړي دي.
کابل بانک به په نږدې راتلونکي کې د POS ماشينونو له لارې خدمتونه د پلاستيکي مسکوکاتو را نيولو په موخه پېل کړي. چې پېرودونکو ته به پرته له لګــښت څخه ډول ډول خدمتونه په لاندې توله ترسره شي.
مونږ له ٢٢ زره پوښ موتړو څخه په له کارولو سره خپلو پېرودونکو پيسې د کابل بانک په ټولو نمايندګيو کې له بانک څخه کوم ځاى ته يې چې غوښتې وي او له هغه ځاى څخه بانک ته يې د ليږدولو تضمين کوو.
کابل بانک د ټولو لپاره!