|
|
د حسابولو چارې
د سپما د حساب چارې يا پخپله د حساب د خاوند او يا د هغه د وکيل په واسطه پر مخ بيول کېږي که چېرې د پېژندنې په هکله کوم بدلون راځي نو ژر تر ژره دې بانک ته د ليکل شویو پاڼو په واسطه معلومات ورکړل شي، خو په دې شرط چې ليکل شوې پاڼې د هغه چا له خوا لاسليک شوې وي چې حساب د هغه په نوم دی. په دې ډول د جاري حساب لپاره د ټولو هغو شريکانو موجودیت ضروري دی چې په دې حساب کې شريک دي او ليک باید په دې حساب کې د واک لرونکو شريکانو له خوا ليکل شوی وي او که چېرې د کومې ټولنې، موسسې او يا کومې مذهبي ډلې لپاره وي، نو باید د واکمن هيآت تصويب هم موجود وي
د سپما د حساب خبرتيا
د هرې دورې خبرتيا د بانک له خوا برابرېږي. د حساب لرونکی باید د انټرنېټ اسانتياوې، چې د برېښناليک نمبر (ID) او خپل پاسورډ (شپر) ولري تر څو وکولای شي چې د بانک خبرتيا له نوموړې لارې څخه لاس ته راوړي
د چک کتاب ورکول او استعمالول
-
د چک کتاب ونډې لرونکو ته د پیسو د بېرته اخيستلو لپاره برابرېږي. د چک کتاب به خاص په کابل بانک پورې تړاو لري
-
ټول ضروري بدلونونه او پرېکړې د هغه چا په لاسليک تر سره کېدای شي چې اجازه او صلاحیت ولري
-
ونډه لرونکی د چک په ورکولو او د غوښتنليک په واسطه خپل حساب پای ته رسولای شي. په چک يا غوښتنليک کې باید د حساب د خاوند نوم د پېژندنې د کارت نمبر، لاسليک او د چک د ليکلو نېټه او د پيسو اندازه ذکر شوې وي که چېرې په غوښتنليک کې ذکر شوي معلومات نه وي او يا کوم سند ورک شوی وي، نو په دې اړه بانک هېڅ مسووليت نه لري
-
بانک له ونډې لرونکي څخه د پيسو د اېستلو، د پيسو د اچولو او د مهال د نوي کولو په وخت کې ماليه اخلي
|
|
|
|