|
| د جاري حساب د سپما لارې چارې |
|
|
|
جاري حساب د ورځنيو معاملو لپاره د موسسو او يا سوداګرو له خوا پرانېستل کېږي. په جاري حساب کې د پيسو د اچولو او يا بېرته اخیستلو لپاره کوم خاص محدوديت نشته. په بنسټيز ډول په جاري حساب کې د ونډې لرونکي سوکالي د ورکړې او راکړې په معاملو کې ده.
جاري حساب باید په لاندې ډول پرانېستل شي
-
د يوه يا څو شريکو کسانو په نوم
-
د شتمنۍ لرونکي او پلورنځي لرونکي په نوم
-
د يوه داسې شخص په نوم چې د نورو مشر وي
-
د يوې موسسې يا ارګان په نوم
-
د انجي او، مذهبي موسسې، کلب، شريکانو، ټولنې یا د شرکتونو د ټولنې په نوم
د جاري حساب مقررات
-
په شرکت کې د واکمنو کسانو عکسونه او لاسليک، د پېژندنې د ثبوت اسناد لکه د يوې ټولنې جواز او داسې نور سندونه
-
د هر جوړښت يا ټولنې مهم سندونه لکه د شرکت د قرارداد سندونه، د رئیسه هيات پرېکړ ليک، غوښتنليک، د ټولنې يا کمپنۍ دولتي سند چې با صلاحيته خلکو لاسليک کړی وي او يا هغه ټولنې يا موسسې چې د قانون سره سم پرانېستل شوې وي
-
د ټولنيز ګروپ لکه مذهبي موسسې او يا کومې بلې داسې موسسې چې اعتباري سند ولري جاري حساب بايد لږ تر لږه ۵۰۰ امريکايی ډالر او یا د دې برابر افغانۍ وي
د زېرمې لست
-
که چېرې پيسې له ۵۰۰ امريکايي ډالرو څخه لږ شي، نو بانک د حساب له پرانېستلو څخه د يو کال په تېرېدلو سره هره میاشت ۵ امریکايي ډالره د هغه د سپما د حساب له پاتې برخې څخه کموي
-
د حساب د پای ته رسولو په وخت کې به د پېژندنې د هر کارت لپاره له اصلي پيسو څخه واخيستل شي او پاتې پيسې به د حساب خاوند يا خاوندانو ته ورکړل شي
-
د چک هر کتاب چې ۲۵ پاڼې لري، په لومړي ځل په وړيا توګه او وروسته بيا د ۱۰ امريکايي ډالرو په مقابل کې ورکول کېږي
-
خو که چېرې حساب پای ته رسول غواړﺉ، نو د هرې پاڼې په بدل کې ۵ امريکايي ډالر اخيستل کېږي
|
|
|
|