|
|
|
د باور نهايي او ارزښناک ليک سوداګرو ته ورکول کيږي. باور ليکونه زمونږ پر ځاى زمونږ د نړيوالو ملګرو په واسطه پرانېستل کيږي. په عمومي ډول ١٠٠ % بريد پيسې د دا ډول ليکونو د ورکولو په وخت کې اخېستل کيږي. هغه ليکونه چې له دې اندازې څخه د کمو پيسو په مقابل کې ورکول کيږي، نو د هغوى لپاره جانبي ضمانت موجود وي. لږ تر لږه اخېستونکي اندازه ٥٠% ده. هغه بلونه چې د باور ليک په مقابل کې تر لاسه کيږي لومړى ازمويل کيږي او که په ترتيب برابر وختل نو په مساوي اندازه ورکول کيږي. نور معيارونه چې د دې ډول ليک د ورکولو لپاره پکاريږي په لاندې ډول دي
- بانک به د پوروړي د چارو تفصيلي تخمين وړاندې کوي
- د پېرودلو ترتيب، د مالونو د واردولو د قرارداد کاپي او نور بايد بانک ته وړاندې شي
- د عارض د پور وړتيا به باوري کړاى شي. اقتصادي څرګندونې، سوداګريز لايسنس او نور به باوري کړاى شي
- د جانبي تضمين ځانګړې ارزيابي به وکړاى شي
- د باور ليک د پرانېستلو لپاره کمېشن او لګښتونه اخېستل کيږي. د ترميماتو لپاره بيل لګښت اخېستل کيږي
دا لګښتونه د وخت په تيرو سره بيا بيا له نظره تيريږي
|
|
|
|