تضمين ليک

د افغانستان د ودانۍ سيکتور ډېر پراخه دى. د پرمختيايي کارونو لکه د لويو لارو جوړول، د ودانيو او پلونو د جوړولو د قراردادونو، د رانيولو لپاره د دولتي او غيردولتي موسساتو تر منځ سيالۍ روانې دي. معماران د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د بولۍ تضمين، د کار تضمين، د پيشکي ورکړې او نورو تضمينونو ته اړتيا لري. همدارنګه داسې تړونونه هم لاسليک کيږي، چې مواد بايد مختلفو ارګانونو ته برابر شي. کابل بانک سوداګرو ته د تضمين ليک په ورکولو سره د هغوى مرسته کوي. مهم اړخونه يې په لاندې ډول دي

  • تضمين ليکونه د نغدي بريدونو په واسطه ملاتړ کيږي. نغدي بريد د اقتصادي ثبات، تجربي، کار، او بانکي راکړې ورکړې په اساس ټاکل کيږي
  • د جانبي تضمين د شتون په صورت کې دا ډول تضمين د کم بريد په واسطه ورکول کيږي
  • عارض بايد مربوطه اسناد لکه قرارداد ليک (تړونليک)، د ورکړې ليک، لايسنس او کټګوري او قراردادي بانک ته وسپاري
  • کميشن او لګښت د تضمين ليک له ورکولو څخه مخکې اخېستل کيږي
  • د تضمين ليکونه ډېر تر ډېره د يو ه کال لپاره ورکول کيږي
  • د تضمين ليک له باسي کېدلو څخه وروسته بانک هيڅ ډول مسووليت په غاړه نه اخلي. يواځې د بريد پيسې به هغه مهال بېرته ورکول کيږي چې د تضمين اصلي ليک بانک ته بېرته وسپارل شي