پور او پېشکي
 
اوسمهال افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د بيارغونې په حال کې دى. زياتې سوداګريزې کورنۍ، کارخانه دار ، ټرانسپورټران او صادروونکي ميدان ته راوتلي او خپلې سوداګرۍ په برياليتوب سره پر مخ بيايي. همدارنګه د لويو لارو، پلونو او ودانيو د بيا ودانولو لپاره، زياتې اوسپنې، سيمټو، او نورو تعميراتي موادو ته اړتيا ده. هيواد ګڼ شمېر قرارداديان لري، چې له مختلفو وزارتونو څخه کارونه نيسي. ځينې مواد لکه، موټر، نقليه وسايل، پټرولي مواد، لباس، او داسې نور ګڼ شمېر مواد هيواد ته را وارديږي او زيات شمېر سوداګر د دې ډول توکيو په سوداګرۍ بوخت دي. کابل بانک له سوداګرو سره د يوه خاص معيار له مخې مرسته کوي او د هغوى غوښتنې په پام کې نيسي. د پور ارزيابي د پوراخېستونکي د اړتيا د تخمين څخه وروسته د پور د ارزيابۍ د بهترينو وسايلو په کارولو سره په ډېر احتياط سره تر سره کيږي. څېړنيز او تنقيدي فکټورونه ارزيابي کيږي. بانک په ډېر احتياط سره د پوروړي د کار څارنه کوي، او د کمزورۍ په وخت کې د بياترلاسه کوونکې ډلې په واسطه ورته تدبير نيول کيږي . د محتا طې پوري ارزيابۍ له کبله د بانک د پور په بېرته ورکړه کې د مشتريانو له خوا په ډېرو کمو حالاتو کې ځنډ پيښيږي.
نغد پور د مودې پور
باور ليک تضمين ليک