|
|
|
بانکداري د ګرځنده تليفون (موبايل) له لارې
کابل بانک وياړي چې د ګرځنده تليفون له لارې بانکداري
خپلو پېرودونکو ته وړاندې کوي. د ګرځنده تليفون له لارې ټول بانکي
سهولتونه چې د انترنيت له لارې ترې ګټه اخيستل کېږي، د اجرا وړ دي.
پېرودونکي کولاى شي پرته له دې چې د کابل بانک څانګو ته مراجعه
وکړي د خپل موبايل له لارې خپل بيلانس او د حساب په اړه معلومات
ترلاسه کړي. بانکداري د موبايل له لارې تاسو ته لاندې سهولتون
وړاندې کوي:
- ټول هغه سهولتونه چې د انترنيت له لارې ترې ګټه اخيستل
کېږي د موبايل له لارې هم د اجرا وړ دي.
- دغه سيستم کاملاً محفوظه دى. يوازې پېرودونکى د يوزر
او پسورد په درلودلو سره مستقيماً د کابل بانک د بانکي سيستم سره
په تماس کې وي.
- د دې سيستم د فعالولو لپاره پېرودنوکى بايد په خپل
ګرځنده تليفون (موبايل) کې د کابل بانک سافت وير چې د (Java
Midlets) په توګه دى فعال کړي.
- د ګرځنده تليفون (موبايل) د معلوماتو تبادله د کابل
بانک د سيستم سره مستقيماً اجرا کېږي چې دغه کار د ګرځنده تليفون
(موبايل) بانکي سيستم ته چټکتيا وربښي.
د ګرځنده تليفون (موبايل) د بانکي خدمتونو لپاره ضروري
ټکي:
- ګرځنده تليفون (موبايل) بايد د
GPRS د سيستم سره، چې د
GSM کمپنۍ پورې
اړه لري، فعاله وي.
- ګرځنده تليفون (موبايل) بايد د
Java
و
MIDP د انستالېدو توان
ولري.
- پېرودونکى بايد د کابل بانک څخه د ګرځنده تليفون د
بانکدارۍ رسمي غوښتنه وکړي.
- پېرودونکى بايد د لانديني آدرس څخه
Java په خپل موبايل کې
فعال کړي.
http://online.kabulbank.af/B001/mb.jad
- پس له دې چې دغه پروګرام په موبايل کې فعاله شي نو د
يوزر او پسورد په اخيستلو سره پېرودنکى کولاى شي د ګرځنده تليفون
(موبايل) له لارې خپل حساب وګوري.
|
|
|