په بانک کې دسپما دپیسواچول
 

په بنسټیزډول په هر بانک کی دسپما د پیسو اچول د خلکو د هڅولو لپاره د هغوی په پیسو اچولو پورې اړوند دی .په دی ډول د کابل بانک هم په بانک کی دسپما اچولو دری ډولونه وړاندی کوی : د عمومی سپماحساب په بانک کې د VIP یا ډیرمهم کس د سپما د پیسو اچول او یا دبخت حساب د پیسو اچول دي. مختلفی لاری مختلف خاصیتونه لری ونډه وال باید مناسب سندونه دهغی لاری لپاره چی مناسب وی اوپه هغه بانک کی د حساب پرانستل ولری او دا سندونه دونډه وال پوره پیژندنه وړاندی کړي. د هرې برنامی دحساب دپرانستلولاری چاری په لاندی ډول دی

  • حساب په یوازیني يا ټولنيز ډول پرانېستل کېدای شي
  • شرکت يا سوداګريزه ټولنه نشي کولای چې حساب پرانېزي، خو د شرکت يا ټولنې مشر کولای شي چې خپل شرکت يا ټولنې ته په خپل نوم سره حساب پرانېزي.
  • د هغو کسانو لپاره چې ۱۲ کلن دي حساب پرانېستل کېدای شي، خود پر مخ بيولو مسؤليت به يې د ولي (پلار يا مور) پر غاړه وي
  • که چېرې عمر يې له ۱۲ کلونو څخه پورته وي او د ليک او لوست توان ولري، نو کولای شي ځان ته پخپله حساب پرانېزي او خپل کار پخپله پر مخ بوځی، خو د چک کتاب نشي ورکول کېدای
د نورو سپماوو خاصيتونه په لاندې ډول دي

د عمومي سپما حساب

  • د حساب پرانېستلو لپاره لږه اندازه ۱۰۰ امريکايي ډالر او يا د هغې برابر افغانۍ دي
  • که چېرې د پیسو اندازه په همهغه کال کې چې حساب یې پرانېستی وي له ۱۰۰ امريکايي ډالرو څخه لږ شي، نو په هره میاشت کې به د هغه له ونډې څخه ۵ امريکايي ډالر کمېږي. خو دا کار به د بانک په کارکوونکو او هغو کسانو چې هلته د معاش لپاره حساب لري اغېزه نه کوي که څه هم چې د بلې موسسې يا ارګان څخه هم وي
  • خو هغه څوک چې د معاش او کارکوونکو حساب ولري، لازمه ده چې د خپل حساب لپاره د پيسو د اخيستلو کارت جوړ کړي
  • د ونډې ګټې په هرو درېو مياشتو کې ورکول کېږي، خو ګټه د درېمې مياشتې تر آخره شمېرل کېږي او نوموړې پيسې به د راتلونکې میاشتې تر ۶ نېټې ورکړل شي
  • د چک کتاب به يواځې د څانګې د مشر په اجازه ورکول کېږي. د چک کتاب چې ۱۵ پاڼې لري د لومړي ځل لپاره په وړيا توګه او له هغه وروسته به د هر کتاب په بدل کې ۱۰ امريکايي ډالر اخیستل کېږي
  • د حساب د ختمولو لپاره له ونډې او حساب لرونکي څخه ۱۰ امريکايي ډالره د کارت د قېمت په توګه اخيستل کېږي
  • حساب لرونکي او معرفي کوونکي ته د مننې ليکونه استول کېږي
  • خو هغه څوک چې وغواړي خپل حساب ته دوام ورکړي، نو هغه ته هماغه پخوانی کارت او د انټرنېټ پخوانی پاسورډ ورکول کېږي. د حساب خاوند کولای شي چې د انټرنېټ له لارې څخه ځان ته د حساب خبرتيا چاپ کړي

ډېر مهم سړي د سپما حساب

  • د VIP د سپما د حساب پيسې بايد لږ تر لږه ۵۰۰۰ امريکايي ډالره وي
  • که چېرې د حساب پيسې يې له ۵۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه لږ شي، نو په دې صورت کې به نوموړی حساب تر بحث لاندې ونيول شي او د هغه سپما به د عمومي حساب د سپما په قطار کې راشي
  • حساب لرونکي ته کارت جوړېږي، چې د دې کارت په وسيله به پيسې اخیستلای شي
  • د هرې ورځې په پاى کې به ۵ فیصده ګټه ترلاسه کولى شي. که چېرې د پیسو میزان له ۵۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه لږ شي، نو په دې صورت کې به ګټه د عمومي حساب د سپما په څېر تلاسه کېداى شي
  • د چک کتاب يوازې د څانګې د امر په اجازه توزیع کېږي. د چک کتاب چې ۱۰ پاڼې لري د لومړي ځل لپاره په وړيا او وروسته بيا د ۱۰ امريکايي ډالرو په بدل کې ورکول کېږي
  • د سپما د حساب د پای ته رسولو په وخت کې د کارت د قېمت په بدل کې ۱۰ امريکايي ډالر ورکول کېږي
  • د حساب پرانېستونکي او معرفي کوونکی ته به د مننې ليک واستول شي
  • که حساب لرونکی وغواړي، چې خپل د سپما حساب ته ادامه ورکړي، نو نوموړي سړي ته به هماغه پخوانى کارت او پخوانی پاسورډ ورکړل شي تر څو وکولای شي د انټرنېټ په واسطه د خپل حساب اطلاعيه او خبرتيا ترلاسه او چاپ کړي

د بخت سپما حساب

  • د بخت سپما په حساب کې بايد لږ تر لږه ۱۰۰ امريکايي ډالر او يا د هغه برابر ۵۰۰۰ افغانۍ وي
  • د بخت د سپما حساب يوازې په خپله حساب لرونکی پرانېستلای شي. خو هغه څوک چې عمر يې له ۱۸ کلونو څخه لږ وي ځان ته حساب پرانېستلای شي، خو د حساب واک او صلاحیت به يې د هغه له اولياوو (پلار يا مور) سره وي
  • د بخت حساب لرونکي ته يوازې يو کارت جوړېږي، تر څو وکولای شي د هغه په وسيله له بانک څخه پيسې واخلي
  • د بخت حساب د سپما په حساب کې ګټه نشته ځکه چې په دې نقشه کې د اوونۍ او مياشتې پچه اچونه (قرعه کشي) ده چې وړونکي ته يې جايزه ورکول کېږي. د بخت حساب په سپما کې له ۱۰۰ امريکايي ډالرو څخه تر ۹۹۹ امريکايي ډالرو پورې د مياشتې د قرعه کشۍ په نقشه کې شاملې دي. خو په دې بايد وپوهېږﺉ چې هر ۱۰۰ امريکايي ډالر د قرعه کشۍ په صندوق کې د یوه واحد په څېر اچول کېږي د مثال په توګه که چېرې د يوه سړي پيسې ۸۷۰ امريکايي ډالره وي، نو د قرعه کشۍ په صندوق کې نوموړي سړي ته ۸ واحده جوړېږي یعنې د هر ۱۰۰ امريکايي ډالرو لپاره يو واحد دی د اوونۍ د قرعې د بخت د حساب پیسې باید ۱۰۰۰ امریکايي ډالره چی ۵۰۰۰۰ افغانی کېږي وی یعنی د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په لرلو سره د قرعه کشي په صندوق کی یو واحد اچول کېږي. اوس معلومه شوه چی د میاشتني بخت حساب د هرو سلو امریکايي ډالرو لپاره یو واحد تعيین شوی دی او هغه څوک چی په حساب کی ډېرې پیسی ولری نو د قرعه کشي په صندوق کی د هغه واحدونه زیات دی. که چېرې د حساب لرونکی ۸۶۶۶ امریکايي ډالره د اوونۍ په حساب کی ولری نو د قرعه کشي په صندوق کی به هغه ته ۸ واحده موجود وی یعنی د ۸۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کی به د هغه لپاره ۸ واحده د اوونۍ په حساب کی او د پاتی ۶۶۶ امریکايي ډالرو په بدل کی به د نوموړي په میاشتني حساب کی ۶ واحده زيات شي. له دې کبله د واحدونو شمیره د پیسوپه اندازې پورې اړه لري که د اوونۍ په قرعه کشي کی وي او یا په میاشتنۍ قرعه کشۍ کی. قرعه کشي د هر لمریز کلیز په حساب د میاشتې په اخر کې ترسره کېږي خو د قرعه کشۍ نېټه به په هره میاشت کی په ګوته کېږي
  • د دې ډول بخت حسابونو لپاره د چک کتاب نه ورکول کېږي او له بانک څخه پیسی د هغه کارت په وسیله ترلاسه کولای شي چی بانک ورته ورکړی دی
  • د حساب د پای ته رسولو په وخت کی د ورکړل شوي کارت په بدل کې له ده څخه ۱۰ امریکايي ډالره اخیستل کېږي
  • خو که څوک وغواړي چی خپل بخت حسابونو ته دوام ورکړي نو هغه ته هماغه پخوانی کارت او د انټرنیټي خدمتونو لپاره هماغه پخوانی پاسورډ (شپر) ورکول کېږي تر څو وکولای شي د انټرنیټ له لارې د خپل حساب په هکله خبرتیا ترلاسه کړي
د حسابولو چارې
په بانک کې دسپما دپیسواچول
د جاري حساب د سپما لارې چارې
د عمومي سپما حساب