د مهالنۍ سپما د حساب برنامه
 

دا مهالنی حساب د ټاکلي وخت او نېټې لپاره د مشتري د غوښتنې په اساس او د بانک د اصولو سره سم پرانېستل کېږي. یعنې په دې ډول حساب کې سپما ټاکلی وخت لري چې مشتري تر همدې ټاکلي وخت پورې مستحق ګڼل کېږي. کابل بانک د مهالنۍ سپما د حساب دوه ډولونه لري. چې يو يې ثابت مهالنی حساب او بل يې لږ مهالنی حساب ده. د مهالني حساب لپاره بايد مشتري خپل معلوماتي اسناد له نورمونو سره سم بانک ته وړاندې کړي تر څو په بشپړه توګه وپېژندل شي. بله طرح لاندې ښودل کېږي

  • د ثابتې مهالنى سپما حساب د یوه شخص، يا د افرادو د يوه ګروپ، شرکت، موسسې، ارګان او يا کلب په واسطه پرانېستل کېدای شي. خو د لږ سپما حساب کېدای شي چې د اعتبار ليک يا تضمین خط په ورښودلو سره د لږو پيسو په وسيله جوړ شي. د لږ يا کوچني سپما حساب د تضمين خط يا اعتبار ليک بڼه غوره کوي
  • مشتري بايد خپله د غوښتنليک پاڼه له سمې خانه پورۍ يا ډکونې څخه وروسته وړاندې کړي. د حساب مهال او وخت باید د مشتريانو له خوا تعيين شوی وي
  • د ثابتې سپما د حساب د پرانېستلو لپاره بايد لږ تر لږه ۱۰۰۰ امريکايي ډالره يا د هغو معادلې افغانۍ موجودې وي. خو د لږ يا کوچني سپما د حساب لپاره لږه يا ټيټه اندازه نه ده ټاکل شوې
  • د ثابتې سپما د حساب مهال، چې د مشتري په وسيله ټاکل کېږي بايد لږ تر لږه ۳ مياشتې وي. خو د لږ يا کوچني سپما د حساب لپاره د مهال يا وخت تر ټولو لږه اندازه نه ده ټاکل شوې. د يادونې وړ ده چې اوس د دواړو حسابونو لپاره لږه اندازه نه ده ټاکل شوې
  • د ثابتې سپما د حساب لپاره ۶ فيصده ګټه ده، خو د لږ يا کوچني سپما د حساب لپاره ګټه نشته که چېرې مشتري له ټاکلې نېټې څخه مخکې خپلې پيسې واخلي نو نوموړي ته يوازې ۱ فيصد ګټه ورکول کېږي
  • که چېرې مشتري وغواړي چې له ټاکلې نېټې څخه مخکې خپل حساب نوی کړي، نو پر هغه باندې د جريمې پیسې نه راځي. بانک د خپل کاري نوي کولو شرطونه برابر کړي چې په دې ډول د نوموړي حساب د هغه د ګټې په اضافه کولو سره نوی کوي او د دې نوي کولو لپاره مشتري د غوښتنليک د پاڼې خانه پوري يا ډکولو او وړاندې کولو ته اړتيا نه لري
  • د مهالني حساب د اخري نېټې په اړه مشتري ته له وروستۍ نېټې څخه ۱۰ ورځې مخکې د بانک له خوا خبر ورکول کېږي
  • مشتري ته د سپما د هر حساب رسید ورکول کېږي او مشتري کولای شي خپل رسید بانک ته بیرته د پیسو د اخیستلو پر مهال ورکړي. که چېرې مشتري دا رسید ورک کړي نو په دې صورت کې باید مشتري ژر تر ژره بانک ته وړانديز وکړي تر څو دا ستونزه د یوه هیآت په ټاکلو تجویزولو سره له منځه ولاړه شي