دا ډول پور د بانک له خوا د نقليه وسايطو، کارخانو،ماشين الاتو، موادو او نورو لپاره ورکول کيږي.
د عارض له خوا بايد لاندې اسناد راوړل شي:
- د عارض له خوا بايد له ١٠ څخه تر ٢٥ % پانګه واچول شي
- پور بايد د مياشتنيو مساوي قسطونو په ډول بېرته ورکړل شي. د پور د مودې اوږدوالى بايد د پروژې د اوږدوالي په اساس وټاکل شي. مګر له ٣٦ مياشتو څخه بايد زيات نه شي
- ګټه به د مياشتني اوسط په ډول ټاکل کيږي. د ګټې اندازه به د پوروړي د اقتصادي درجې په اساس ټاکل کيږي. د ګټې په اندازه کې له بدلون څخه به پوروړى خبريږي او هغه به ورسره هوکړه کوي
- نرخ اخېستنې د هغو پانګو لپاره چې جوړې به کړل شي بايد د عارض له خوا وړاندې شي
- عارض بايد اقتصادي څرنګوالى د سوداګريز پلان سره يو ځاى بانک ته وسپاري. وړاندويلې نغدي بهير او پانګې بهير بايد د پور د ټولې مودې لپاره وسپارل شي. مربوطه لايسنسونه بايد راوړل شي
- د کارخانې، ملګرو، رئيسانو او ضمانتګر يو اقتصادي معلومات بايد د عارض له خوا بانک ته وسپارل شي
- له نورو اقتصادي ادارو څخه د اخېستل شويو پورونو معلومات بايد د پورغوښتونکي له خوا وړاندې شي
- هغه څه چې د پور په واسطه اخېستل شوي وي د لومړني تضمين حيثيت به ولري او ځمکه او ودانۍ به د جانبي تضمين په حيث د ګرو په ډول وکارول شي
- عارض بايد له بانک سره د جانبي تضمين د ارزيابۍ په لړ کې مرسته وکړي
- پور به نېغ په نېغه د مالونو سپلاير ته ورکول کيږي. پوروړى ته به هيڅ ډول نغدې پيسې نه ورکول کيږي
- کله چې د عارض او ضمانګري له خوا ټول ضروري اسناد پوره شي، له هغې وروسته به پور ورکول کيږي
- د مالونو په اسنادو کې مفهومي انحراف د بانک په ګټه دى